امنیت

يوشپېته وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل / باختر/ د زمري ٤مه
په قندهارکې ٦١ وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول.
د قندهار امنيه قوماندان تورنجنرال تادين خان د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته            وويل: دغه وسله وال طالبان د قندهار د شورابک او ريګستان ولسواليوپه مربوطاتوکې له امنيتي ځواکونو سره په جګړو او هوايي بريدونوکې ووژل او ٣٠ نور يې ټپيان شول.
دغه پېښه له هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د شورابک او ريګستان ولسواليو پر امنيتي  پوستو بريدونه وکړل چې د پوځيانو له سخت غبرګون  سره مخ شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته