اقتصاد

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي نړيواله ورځ ونمانځله شوه .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
  دمخابراتو او دمعلوماتي ټولنې نړيواله ورځ نن دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژي  وزارت له خوا ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله داقتصاد دوزير عبدالهادي ارغنديوال ، په ملي شورا کې دخلکو  دځينو استازو ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي اودمخابراتي  شبکو داستازو په ګډون جوړه شوې وه .
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي  وزير انجنير امير زي سنګين  خبرې وکړې او ويې ويل دمخابراتو دنړيوالې ورځې نمانځه  سږ کال  په هيواد کې  دبنسټونو دپراختيا اودچټکو مخابراتي او انترنتي  خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې دبدلون ټکۍ بلل کيږي .
  اميرزي زياته کړه، دغه وزارت له لسوکلونو راپديخوا ديادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او په دې بريالى شوى دى چې مخابراتي او معلوماتي  خدمتونه په کم لګښت سره خلکو ته وړاندې کړي.
ده وويل  په تيرو لسوکلونوکې  ددغه وزارت عايدات  يو ملياردو درې سوه څلور ديرشومليونو ډالرو ته رسيدلى دى .  چې په وروستيو دريو کلونوکې شپږ اعشاريه پنځه مليونه ډالره او په تير يوکال کې دوه سوه پنځه ديرش مليونه ډالره کيږي چې له دې لارې يوسلو څلويښت زره تنه په بيلابيلو مخابراتي برخو کې په کار بوخت دي
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل  نبي فراهي  په هيواد کې په بې ساري ډول دمخابراتي  خدمتونو وده  په تيرو لسو کلونوکې ستر برياليتوب وباله اوويې ويل نن ورځ زموږ دهيواد دمخابراتي خدمتونو وړاندې کول  آن دګاونډيو هيوادونو په نسبت ښه وده لري  اوخلکو ته يې زياتې اسانتياوې برابرې کړي .
دمخابراتي تکنالوژي پرمختګ په هيواد کې درسنيو دودې  لپاره زمينه برابره کړې ده
په دې غونډه کې دسوداګرۍ او صنايعو دخونو رييس قربان حقجو او دمخابراتي شرکتونو مسوولينو دتيرو کلونو په نسبت  په هيواد کې دمخابراتي خدمتونو وړاندې کول  ګټوروبلل او په هيواد کې يې په مخابراتي برخه کې دزياتې پانګونې غوښتنه وکړه اودمخابراتي اومعلوماتي تکنالوژي له وزارت څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې دپاملرنې دزيات جلب په برخه کې پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته