ټولنه

خوستیان په ښار کې د موټرو له ګڼې ګوڼې سر ټکوي

متون/ د سلواغې ۱۲مه/ باختر
خوستیان وايي چې په خوست ښار کې د موټرو ګڼه ګونه زیاته شوې چې لامل یې په ښار کې د موټرو تم ځایونه او اډې په ګوته کوي.
اسحاق د خوست اوسېدونکی وایي چې دولت په خوست ښار کې د موټرونو لپاره اډې او تم ځایونه نه دي ځانګړي کړي.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د ولسوالیو اډې د ښار لرې څنډو ته انتقال کړي چې په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي.
د خوست یو بل اوسېدونکی بادشاه الدین وایي چې موټر چلوونکو د سړکونو په سر اډې جوړې کړې او د سړکونو پر سر خپلې سپرلۍ پورته کوي چې پر ګڼه ګوڼه یې مثبت تاثیرکړی او ښاریانو ته یې سرخوږی جوړ کړی.
هغه د ترافیکو او ترانسپورت مدیریت له کارکوونکو هیله وکړه چې د خوست هرې ولسوالۍ او سیمې ته دې د اډو او تم ځایونو لپاره ځایونه ځانګړي کړي.
په همدې حال کې د خوست د ترافیکو مدیر افسر خان افسر وايي چې په ښار کې د ګڼې ګوڼې ستونزې شته، خو موږ په خپلو برخو کې اجراات ترسره کړي او پر هر چوک مو خپل همکاران په دنده ګومارلي چې د ګنې ګونې مخنیوی وکړي .
هغه زیاتوي چې په دې برخه کې د ترانسپورت مسوولین باید د ولسوالیو او کلیو موټرونو ته اډې ځانګړې کړي.
په ورته وخت کې د ترانسپورت ریاست مسوولین وایي چې هڅې يې پيل کړي چې په خوست کې ښار کې د هرې سیمې او ولسوالیو اډو لپاره ځایونه ځانګړي کړي.
د تراسپورټ خدمتونو د تنظیم او انسجام امر کرنیل رحیم زی وایي چې په ښار کې یې ځینو ولسوالیو او کلیو ته خپلې اډې او مشخص ځایونه معلوم کړې چې په نږدې ورځو کې به د پوهنتون سمت او ملکي روغتون خلکو لپاره هم اډې ځانګړې کړي.
هغه له ترافیکو غوښتنه وکړه چې موټرونو ته دې اجازه نه ورکوي چې د سړک پر سر سپرلۍ پورته کړي.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي هم وړمه ورځ د ښاري نظم کمېسیون په غونډه کې ویلي چې د ښار د سړکونو څخه دې د موټرونو اډې مشخص ځای ته انتقال کړل شي او پلې لارې دې هم خلاصې شي.
دا په داسې حال کې ده چې په خوست ښار کې ورځ تر بلې ګڼه ګوڼه زیاتېږي او لویې لارې په ساعتونو بندې وي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته