امنیت

په سرپل کې د ديارلسو تنو وسله والو طالبانو مرګ ژوبله .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٣
پنځه تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره دجګړې په بهير کې ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.
جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دکوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څيرمه دامنيتي ځواکونو په يوه کاروان بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نوريې ټپيان شوې دي .ده وويل جګړه په کوهستاناتو ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو په کاروان د طالبانو له بريد وروسته ونښته .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته