ټولنه

دکاري سيستمونو برقي کول له اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې مرسته کوي

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٦ :
دکورنيو چارو  وزارت دمخابرې او دمعلوماتي تکنالوجۍ درياست دشپږ اوونيزو  مسلکي تعليماتو   روزنيز کورسونه ددغه وزارت   دامنيتي چارو  دستر معين له  خوا دفراغت  دتصديق ليکونو  په ويشلو سره پاى ته ورسيدل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
دنتورک  او پروګرامينګ  دمسلکي تعليماتو ، تهيې او تدارکاتو ،مالي ، بودجې او ديتابيس دکورسونو په پاى ته رسيدونکو مراسمو کې  چې دکورنيو  چارو  وزارت د مخابرې او معلوماتي تکنالوجۍ درياست له خوا پرځاى شوي و   او دکورنيو چارو وزارت معينانو ، رئيسانو او د اکس  ګروپ دمسوولينو په ګډون   دکورنيو چارو وزارت په نوي تالار کې  پرځاى شوي و  ددغه وزارت دامنيتي  چارو ستر معين سترپاسوال عبدالرحمن رحمن  وويل ؛  دکاري سيستمونو برقي کول  له  اداري فسادسره دمبارزې  په لاره کې له دغه وزارت سره  له پخوا زياته  مرسته کوي
په همدې حال کې    دکورنيو چارو وزارت د مخابرې او معلوماتي  تکنالوجۍ رئيس پاسوال غلام سخي رحيمي ،  دمالي اوبودجې رئيس پاسوال بريالي سادات ،  دتدارکاتو  لوى رئيس نويدالله  بخشي  او د کورنيو چارو  وزارت سلاکار  جنرال ظاهر وردګ د موضوع په اړوند خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته