امنیت

په میدان وردگو کی طالبانوته مرگ ژوبله

میدان شاردمرغومی دوه ویشتمه باختر
دميدان وردګوولايت په جلریز ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال وسله والو مخالفینوته مرګ ژوبله اوښتی.
د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د درې ورځنیو عملیاتو په بهير پنځلس مشکوک کسان نیول شوي  او یوه اندازه وسلې او مهمات هم په عملیاتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په جلریز ولسوالۍ کې د دولت دوسله والومخالفينود ځپلو او د دویم نمبر لوى لارې د امنیت دخوندیتوب په موخه عملیات د مرغومې د میاشتې په «۱۹» نیټه پیل شوي، چې اوس هم دوام لري.
د امنیتي ځواکونود معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې پنځلس مشکوک کسان نیول شوي، چې لس تنه یې تر پلټنو وروسته خوشي شوي او د پنځو نورو په اړه لاهم څیړنې دوام لري.
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دغو عملیاتو کې شل کلي تصفیه او لټول شوي او په ترڅ کې يې ډول ډول وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دعملیاتو پر مهال دوه کلاشینکوفونه، دوه ریموټ کنټرول ماینونه ،دهاوان نولس پټاقي،یو دوربین،یوه اندازه چاودیدونکي توکي او پوځي یونیفورمونه او وسایل هم په عملیاتوکې دشاملوځواکونو کوونکو  تر لاسه کړي دي.
دغه راز پرون په عملیاتوکې دشاملو ځواکونو او ددولت د وسله والومخالفو ترمنځ د جلریز ولسوالۍ په« قول بیتون» سیمه کې نښته شوي، چې له کوم زیان پرته پای ته رسیدلي ده.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو میړانه ستايي او د لازیاتو بریالیتوبونو پر غوښتنه یې په عملیاتو کې شاملو ځواکونو ته سپارښتنه کړي، چې دعملیاتو پرمهال د ملکي خلکو سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته