سیاست

يوه غالۍ چې دسوغات په ډول جمهور رييس ته ورکړى شوې وه دبهرنيو چارو وزارت ته وسپارل شوه .

کابل _ باختر دوري اتلسمه :
يوه غالۍ چې دهيواد دشمال په ولايتونوکې د خلکو له خوا دسوغات په ډول دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي ته ورکړى شوې وه نن دهيواد دبهرنيو چارو وزارت ته وسپارل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه غالۍ  درې متره اوږدوالى او دوه متره سور لري او له وريښمو څخه اوبدل شوې ده او دنړۍ دهيوادونو نقشې او بيرغونه  پکې  تصوير شوي دي .
دغه غالۍ  دجمهوري رياست دکادر او پرسونل د رييس شجاع محمد امل له خوا دبهرنيو چارو وزارت دتشريفاتو رييس حميد صديق ته وسپارل شوه .تراوسه پورې داڅويم ځل دى چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي هغه سوغاتونه چې دنړۍ دهيوادونو دمشرانو او  شخصيتونو له خوا ده ته ورکړ شوى دى ددولت خزانې اويا بيلابيلو دولتي مراجعو ته سپارلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته