فرهنګ

د اختيارالدين د تاريخي کلا د بيارغاونې د بشپړولولپاره له امريکا څخه د مرستې غوښتنه وشوه

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
دهرات فرهنګي مسوولينو د اختيار الدين د تاريخي کلا د بيارغاونې د دريم پړاو د عملي کار د پيل غوښتنه کوي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي: د ترسره شوې سروې له مخې، د اختيار الدين د کلا دبيارغاونې دريم پړاو پنځه سوه زرو ډالروته اړتيا لري.
د امريکا سفير چې پرون د هرات د ارګ بېلابېلې برخې کتلې دي؛ د ټولو خلکو پرمخ ددغه تاريخي کلا د پرانستلو هرکلى وکړ.
جيمز کاکينګهام وايي: د ننداره کوونکو پرمخ د هرات د ارګ پرانستل او د دغه تاريخي څلى د معياري ساتنه او څارنه د مديريتي ظرفيتونو د لوړولو نښه نښانه ده. له همدې امله هلې ځلې کيږي چې د روان کال ترپاى پورې د بيارغاونې د دريم پړاو بودجه تدارک او عملي کاريې پيل شي.
د اختيار الدين کلا په دوو پړاونوکې د امريکا په مرسته په اساسي ډول بيارغاول شوې ده او اوس د يو شمېر سيلانيانو هرکلي ته چمتو ده. ددغې کتنې په بهيرکې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د امريکا د سفارت د تيرو همکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د هرات د ارګ د بيارغاونې د وروستۍ پړاو د عملي کار د پيل غوښتنه وکړه .
اريا روفيان وايي: د هرات د ارګ د بيارغاونې په بشپړيدو سره دغه تاريخي کلا به د سيلانيانو لپاره يوه ښه ساحه شي.
د اختيار الدين کلا د هيواد او سيمې د هنري او معمارۍ له مهمو او لروغو شهکاريو څخه ده چې په هرات ولايت کې موقعيت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته