امنیت

شپږويشت تنه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول.

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٣
امنيتي ځواکونو تېره شپه د لوګر ولايت په مرکز او دريو ولسواليوکې د طالبانو د بريدونو د شنډولو په بهيرکې ٢٦تنه وسله وال طالبان ووژل او ١٨ تنه نوريې ټپيان کړل.
د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکم اسحق زي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په سلګونو تنو وسله والو طالبانو تېره شپه د لوګر ولايت د مرکز او د خروار، څرخ او د بره کي برک د ولسواليو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
اسحق زي زياته کړه: په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو مړي او ټپيان د جګړې په ډګر کې پاتې دي او د مخالفينو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ده زياته کړه: د دغو جګړو په بهيرکې يو پوليس شهيد او شپږ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
اوس د پل علم ښار پورې اړوند د بابوس په کلي او په څو نورو کليوکې چاڼيز عمليات پيل شوي دي او امنيتي ځواکونه د طالبانو د مړو په راټولولو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته