سیاست

دجمهور ي رياست لومړي مرستيال دترکيې له جمهور رييس سره وکتل .

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم پرون ددوست او ورور هيواد دترکيې جمهوريت له جمهور رييس رجب طيب  اردوغان سره دانقرې په ښار کې وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دترکيې جمهور رييس دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست له لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم سره دکتنې له امله دخوښي په څرګندولو سره له افغانستان سره دخپل هيواد په مرستو او همکاريو باندې تينګار وکړ او ويې ويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دترکيې  جمهوريت نوى حکومت او کابينه په خپل کار پيل وکړي او دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او مرستيالانو ته به دلوړې په مراسمو کې  دګدون په خاطر بلنه وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته