سیاست

دجمهوري رياست دسلاکارو وزيرانو او سلاکارانو مياشتني رپوټونه دچارو ادارې ته ورسپارل شول

کابل باختردتلي  ديرشمه
  دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست مسوولينو ، سلاکارو وزيرانو او دجمهور رييس سلاکارانو نن په هغې نوبتي غونډه کې چې دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست دپاليسى دمرستيال پوهنمل سيد ولي سلطان په مشرۍ ددغه رياست په تالار کې جوړه شوه؛ دهغوى مياتشني رپوټونه او وړانديزونه واورېدل شول چې له توحيد اوسمون وروسته به جمهوري رياست ته وړاندې شي .
باختر اژانس ته دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست دمعلوماتو له مخې: دجمهور رييس د ٤٥ ګڼه فرمان له مخې سلاکار وزيران او دجمهور رييس سلاکاران دخلکو او دجمهور رييس ترمنځ د ارتباطي  پله په توګه مکلف کړى شوي دي؛ هغې ډيرې مهمې مسئلې چې خلک دجمهوري رياست له خوا دهغو په باب دچټکو اقداماتو غوښتونکي دي؛ له نږدې وڅيړي او رپوټ يې مياشت په مياشت دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست ته وړاندې کړي چې دغه اداره هغه له جمهور رييس سره  طرحه کړي او دحل کولو لپاره يې ډير ژر لازم تدبيرونه ونيول شي .
  دسلاکارو وزيرانو او دجمهوري رياست دسلاکارانو څيړنې ښيې چې دهيواد خلک دجمهور رييس  د٤٥ ګڼه  فرمان په نسبت خوشبين دي او دموظفو مرکزونو له خوا دهغه دجدي تطبيق غوښتنه کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته