ټولنه

په هلمند کې د ښځينو لپاره د ديني زده کړو څانګه پرانیستل شوه

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۱ مه
د هلمند ولایت په البيروني خصوصي ښوونيز مرکز کې د ښځو لپاره د ديني زده کړو څانګه پرانیستل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه پر جوړه شوې وه، د هلمند والي حيات الله حيات وویل چې پرنجونو زده کړې کول د کورنيو او ټولنې ډاډمن راتلوونکې تضمينوي.
هغه وویل که ښځې د زده کړې په ګاڼه سمبالې شي؛نو راتلوونکي نسلونه به مو د ثبات، پرمختګ او ارامۍ خاوندان وي.
حيات د کورنيو برياليتوب او د ټولنې د اصلاح لپاره د ديني علم کول مهم او اغېزمن وبلل او غوښتنه يې وکړه، چې کورنۍ دې پر خپلو ښځوو، نارينوو او ماشومانو زده کړې وکړي.
په همدې حال کې د البيروني خصوصي ښوونيز مرکز يوې مسوولې ميرمن قمرې وويل چې د ديني زده کړو په دغه مرکز کې دوه ډوله زده کړې ترسره کېږي، لومړی داچې ښځو ته د شرعي احکامو لارښوونه ورکوي او دوهمه برخه يې د قران کریم زده کړې دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته