د جلال آباد ښار باختر دوري دمياشتې ٣ نيټه :
د جنګي وسايلو يو ستر انډى په ننګرهار ولايت کې ترلاسه شو.
د جنګي وسايلو دغه انډى چې په يوه موټرکې له پاکستان څخه بار شوى و، نن سهار د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنيت د مامورانو له خوا کشف او ونيول شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ له دغه انډې څخه ١٣ کلاشينکوفونه او٢٣تومانچې ترلاسه شوي دي.
تراوسه پورې روښانه نه چې دغه انډى په کومې تررويستي ډلې پورې اړه لري او يا د وسلو دپلوونکو په بانډ پورې .
خوږياڼى وايي چې له نيول شوي سړي څخه د دغو جنګي وسايلو دليږدول په باب پوښتنې دوام لري.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ