سیاست

د خوړو د خوندیتوب او کنټرول ملي اداره به د کافي خوړو شته والي، خوړو ته د خلکو فزیکي او اقتصادي لاسرسي کیفیت، کنټرول او خوندیتوب تضمین کړي

کابل / دتلې ٢١مه /باختر
د وزیرانو شورا د پریکړې پر بنسټ د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال انجینیر محمد خان په مشرۍ د  خوړو د خوندیتوب او کنټرول ملي ادارې د را منځ ته کولو د عملي پلان په اړه جوړ شوي کمیسیون غونډه و کړه.
باخترآژانس ته په رارسېدلې خبرکې ويل شوي دي.
په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د نورم او ستندرد ملي ادارې، مدني ټولنو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازو ګډون کړی و د )خوراکي توکو د خوندیتوب او کنټرول( تر نامه لاندې د نوې ادارې د تشکیل او عملي پلان د را منځ ته کولو په اړه خبرې وشوې.
د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په پېل کې د کابینې د پریکړې پر بنسټ د خوړو د خوندیتوب او کنټرول ملي ادارې د را منځ ته کولو له امله مبارکي وویله او ویې ویل چې یاده خپلواکه اداره به هېواد د لوړ کېفیته خوراکي توکو د تولید، تورید تضمین او د هېوادوالو روغتیا او سلامتي ډاډ منه کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال زیاته کړه: د خوړو د خوندیتوب او کنټرول ملي اداره یوه نوې رامنځ ته شوې اداره ده؛ لازمه ده چې د قوانینو په رڼا کې د لومړني تشکیل، بودیجې، د ظرفیتونو او وسایلو د ليږدونې د څرنګوالی په اړه عملي پلان را منځته او پلی شي.
د کمیسیون مشر انجنیر محمد خان د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال محمد اسماعیل رحیمي په مشرۍ یو مسلکي کمیټې ته دنده وسپارله چې د یادې ادارې د جوړښت او فعالیتونو په اړه تخنیکې بحث او خبرې وکړي او پایلې یې د کمیسیون راتلونکې غونډې ته د نورو اقداماتو لپاره وړاندې کړي.
د کمیسون مشر همداراز تخنیکې او مسلکي کمېټې ته لارښوونه وکړه چې د خوړو د  خوندیتوب او کنټرول ملي ادارې د راتلونکي کال بودجوي برخې ته لومړیتوب ورکړي تر څو د مالیې وزارت په بودجوي سند کې شامل کړي.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته