ورزش

دوو تنو افغان ورزشکارانو دلندن د٢٠١٢ کال سياليو ته لاره وموندله

نثاراحمدبهاوي او روح الله نيکپا له دريو تنو نورو ورزشکارانو سره نن داولمپيک دملي کميټې له خوا وستايل شول.

دغو ورزشکارانو چې په تايلند کې دتکواندو په سياليو کې گډون کړي و ښه وځليدل او هيواد ته يې وياړ وګاټه او دوو تنو يې په لندن کې نړيوالو سياليو ته لاره وموندله.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  دهيواد دوه تنه تکواندو کاران نثاراحمد بهاوي او روح الله نيکپا وکولاى شول له هغو سياليو څخه چې دلندن د ٢٠١٢ ميلادي کال په نړيوالو سياليو کې دلاري موندلو په مقصد د ٣٦ اسيايي هيوادونو دورزشکارانو ترمنځ پيل شوي وي دسرو زرو اوبرونزو مډالونه او دغه راز دتکواندو برخې  ورزشکارې سوميې غلامي چې په دغو سياليو کې يې ګډون کړي و داولمپيک  دملي کميټې له خوا وستايل شول.

په هغو مراسمو کې  چې په دغې کميټه کې پرځاى شول داولمپيک دملي کميټي رييس محمدظاهر اغبر خبري وکړي ددوي او دنورو افغان ورزشکارانو برياليتوب يې دټول افغان ملت وياړ وباله او له ملي سوداګرو دولت څخه يې وغوښتل چې  له مډال راوړونکې ورزشکارانو سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته