سیاست

يوشميرښځو دانتخا باتو په بهيرکې دښځودلږشتون له امله انديښنه څرګنده کړه

کابلباختردميزان ١١
دجوزجان ولايت يوشميرښځو اود مدني ټولنې فعالينو نن ديوې غونډې په ترڅ کې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په بهيرکې دښځو شتون دکم رنګه کيدو په حال کې وبلل چې تراوسه پورې په جوزجان ولايت کې دوه تنه ښځې دولايتي شورا د انتخاباتو لپاره نومونه ليکلي دي.
دجوزجان له ولايت څه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: څه دپاسه پنځوسو تنوښځو او د مدني ټولنې فعالينوله ښځو څخه وغوښتل چې په تبليغاتو سره مخکښې ښځې وهڅوي چې د ولايتي شورا د کانديدانو په توګه په انتخاباتوکې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې د ښځو د چارو رييسې نجيبې قريشي د مدني ټولنې د شبکې مسوول، د بشر د حقوقومسوول اود ولايتي شورا غړوګډون کړى و.
دغونډې په پاى کې برخه والو ژمنه وکړه چې دولايتي شورا په انتخاباتوکې د ونډې اخيستنې په خاطر به د ښځو د هڅولو لپاره کاروکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته