ټولنه

په مرکزي بغلان کې د نويد – ٣٠ عمليات دوام لري

کابل باختر دمرغومي  نوولسمه :
د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د نويد-٣٠ عمليات چې پرون پيل شوي و؛ اوس هم دوام لري .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال اميرګل حسين خيل بغلاني  د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د نويد – ٣٠ عملياتوپه بهيرکې چې دملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت په ګډون ترسره شول؛ د خواجه خوان او بيک نظر په ګډون له لومړى سړک څخه تر دولسم سړک پورې چې د مرکزي بغلان له نا امنو ساحو څخه دي؛ د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې په واټ کې د ښخ کړى شويو ماينونو، د پرسونل ضد ماينونو او د وسايطو ضد ماينونو په ګدون د دښمن يوه اندازه زيات مهمات کشف او شنډ کړى شوي دي.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: دغه عمليات د دښمن له شتون څخه د سيمې تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته