امنیت

تبصره

کابل باختر دتلي شپږمه :
دتلې دمياشتې پنځمه دطالبانودمتحجرې ډلې له خوا دکابل دنيولوله کالينرې سره برابره ده . دغه ورځ دافغانستان په معاصرتاريخ کې دتورې ورځې په توګه ثبت شوې ده اودهغوجنايتونودتداعي کوونکې ده چې دطالبانوله خوا په دغه ملت باندې شوي  دي .
دباخترآژانس مبصرليکي : نولس کاله مخکې دتلې دمياشتې په پنځمه نيټه دطالبانوډله چې دشريعت اودديني لارښونو سخت تفسير اوتعبيريې لرل ، په کابل واکمنه شوه او دمجاهدينو حکومت يې راو پرځاوه .
طالبانوچې خپل حرکت يې له قندهار څخه دثبات داعاده کولو، دو سلودراټولولو ، دشريعت دنافذولو اودشراوفساد دټغرراټولولو په نامه پيل کړ په عوام غولونې دخلکوپه تيرايستلو او دپرديوداسخباراتوپه زياتوامکاناتو سره يوڅه برياليوبونه تر لاسه کړل اوپه دغه شان شعار سره يې وکولاى شول له جګړې څخه دايستلوخلکوروح اوروان ځان ته جلب کړي . خوپه کابل دهغوى واکمن کيدو اووروسته دهغوى له خوا داسلامي امارت جوړيدو ددغې ډلې  دمشرانوله څيروڅخه پرده پورته کړه اوثابته شوه چې طالبان له يوې استخباراتي پروژې پرته بل څه نه دي
دوى په کابل کې په واکمنۍ سره چې دپايتخت په توګه يې ديوه ملت سياسي اراده تمشيلوله ، خپل ماجرا غوښتوونکي اوافغاني ضد پروګرامونه پيل کړل اوپه ډيرلنډممکن وخت کې يې ثابته کړه چې په هيڅ انساني اوديني معيار پابندنه دي بلکې متحجراو بنسټپال دي اوپه افغانستان کې دبنسټونو دله منځه وړلو لپاره ګومارل شوي دي . دوى په کابل په واکمن کيدوسره چې په حقيقت کې دافغانستان په خلکو په برخليک واکمن کيدل زيات جنايتونه ترسره کړل دبې فرهنګه ، ناپوهواومتحجرو کسانوپه توګه اود منځينو پيړيو دخلکو په صفتو نوسره هغه څه يې چې زړه غوښتل دخلکوپه وړاندې تر سره کړل او دسوځيدلې ځمکې دسياست په غوره کولو سره يې دنفاق اوبدبينۍ تخم وکاره .دوى دنجونو په مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې ، ښځې يې له کور څخه دباندې له کار کولو څخه منع کړې ، دهيواد په تعليمي  او تحصيلي  نصاب کې يې  بدلون رامنځته کړل ، په خلکويې سخت قوانين وزغمل اودشريعت  دجاري کولو په نامه يې له خلکو څخه غچ واخيست اوپه هيواد کې يې دوحشت اوزندۍ کولوفضاواکمنه کړه اودغه آزاد هيواديې دڅومليتي تروريستي ډلو لپاره په خوندي ځاى بدل کړه اوپه پاى کې يې افغانستان دبشري کورنۍ څخه جلااو تجريدکړ .
طالبان يوه ناوړه  پديده  وه چې اسلام او شريعت يې په خپل نظرتحريف شوى او تعبير شوى بيان کړل ، دوى په هيڅ ديني اصولو ، هيڅ نړيوال معياراو هيڅ انساني قاموس پابندنه و . ځکه چې ديوې استخباراتي پروژې زيږنده و . اوددين او شريعت ترپردې لاندې يې د پرديوپروګرامونه تطبيقول او له دغه هيواد اوخلکو سره يې تر زياتې اندازې پورې دښمني وکړه . اودتروريستي سازمانونو اودنړيوالو تروريستانوپه پراخ ملاتړ سره يې دغه هيوادته دنړيوالو پوځيانو دراتګ زمينه برابره کړه اوس  چې دطالبانو درژيم له راپرځيدو څخه ١٤ کاله تيريږي دغه ډله دغه رازداسخباراتي کړيو ، تروريستي شبکو اودافراطي ګوندونو اودپاکستان دبنسټپالو او روحانيونو په ملاتړفعاليت کوي اودافغانستان دبې ثباتۍ ستر عامل  بلل کيږي . آن دپخوا په شان دبشري ټولنې لپاره يوګواښ دى .سياسي کارپوهان په دې باوردي چې دتلې دمياشې پنځمه کيداى شي دهغو جنايتونو دبربنډولو لپاره وخت او فرصت وي چې طالبان يې له بهرنيو ترور يستي شبکوسره په لاس يوکولو کې   تر سره کړي دي .
دغه ورځ کولى شي يوځل بيانړۍ ته دافراطيونواو دتروريزم دځواکمن کيدواو له قانون څخه دسر غړ ونې د پراختيا خبردارى ورکړي .
هيلې په دې دي چې نړۍ دطالبانو خطراوله بشريت سره ددغې ډلې دښمني هيره نه کړي اود افغانستان خلک له بنسټپالوډلو اودهغوى  له بهرنيو ملاتړوسره په مبارزه کې يواځې پرې نه ږدي که نه دنيو يارک دا٢٠٠ م کال دسپتمبر دمياشتې د١١ نېټې په شان پيښې اودلندن او مادريد دپيـښو په شان نورې تروريستي پيښې به له امکان څخه لرى نه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته