نړۍ

کاناډا ٢٥ زره تنه سوريايان له ترکيې او اردن څخه خپلې خاورې ته ليږدوي

اوتاوا – باختر د لړم دمياشتې ١٩
د کاناډا د مهاجرت وزير اعلام وکړ چې هيواد يې ډير ژر کاناډا ته د سوريې د جګړې له امله د پنځه ويشتو زروتنو پناه غوښتوونکو د ليږدونې په باب د اردن، لبنان او ترکيې له هيوادونو سره خبرې کوي.
باختر آژانس د ايرنا د خبري آژانس له خولې خبر راکړ:
جان مک کالوم وويل چې حکومت د روان کال ترپاى پورې د پنځه ويشتو زرو تنو سوريايي پناه غوښتوونکو دمنلو په نسبت ژمن دى .
ده زياته کړه: موږ هوډمن يو چې دا کار په ښه توګه ترسره کړو او دا امنيتي او روغتيايي انديښنو ته د کافي او مناسبې پاملرنې مانا لري.
د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ له اعلام سره سم د سوريې په ګاونډيو هيوادونوکې د سوريايي مهاجرينو شمېر د روان ميلادي کال تر پاى پورې ٢٧.٤ مليونو تنو ته رسيږي .
په سوريه کې د جګړې له امله زياتره تښتيدلي پناه غوښتوونکي او مهاجرين همدا اوس په لبنان، اردن، عراق ، مصر او ترکيه کې شپې سبا کوي.
ترکيې د يو مليونو ٨٠٠ زرو سوريايي پناه غوښتوونکو په منلو سره د سوريې زيات شمېر پناه غوښتوونکو ته ځاى ورکړى دى.
په اردن کې د سوري پناه غوښتوونکو شمېر ٦٣٠ زرو تنو ته او په لبنان کې ١٧٣.١ مليونو ته رسيږي.
سربېره پردې د سوريې ٢٧٠ زرو تنو اتباعو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته