اقتصاد

دماليې وزير دسلو مليونوامريکايي ډالرو په ارزښت يوموافقه ليک لاسليک کړ

کابل باختر د تلي  پنځمه :
د ماليې وزير اکليل حکيمي په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې له استازي ويليام همينک سره د سلو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت يوموافقه ليک لاسليک کړ .
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسموکې چې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې پخوانى استازى ليري سمپلر او په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي  ادارې رييس هربرت سمت هم حاضر و؛ د ماليې وزير وويل: د افغانستان حکومت د اصلاحاتو په برخه کې په ځان د ډډې لګولو د لومړيتوبونو او ستراتيژۍ په رڼا کې په برياليتوب سره په خپلوژمنوعمل کړى دى او تر اوسه پورې د امريکا د متحده ايالاتو د ٨٠٠ مليونه ډالري ژمنه شويو مرستو له جملې څخه ٣٠٠ مليونه ډالره  ترلاسه شوي دي .
د يادونې وړ ده چې دغه مرستې د ملي بودجې له لارې په اختياري ډول د حکومت له لومړيتوبونو سره سم په بېلابېلو برخوکې لګولې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته