امنیت

دبغلان – کندز دلويې لارې پرانيستل .

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
په مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته دسرد دروند زيان په اوښتو برسيره دهغوى دبريدونو په شنډولو سره دکندز – بغلان لويه لاره تير ماښام دترافيکو پرمخ پرانيستل شوه.
دبغلان والي عبدالستار بارز دباختر آژانس خبريال ته وويل :دوسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه چې له څو استقامتونو دمرکزي بغلان په ولسوالۍ ترسره شول دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې له امله يې دقوماندان اسلام ،قوماندان نثار ، د طالبانو دخاصى قطعې د قوماندان او دغه راز قوماندان حسن ،جمال ،قاري بلال مولوى يونس، نعمت الله ،قاري نعيم ، احسان او مولوى جبرييل په ګډون دکندز او بغلان له مشهورو قوماندانانوڅخه دي .ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې مړي يې دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
ده زياته کړه: په وژل شويو کسانو کې بهرني اتباع شته ديوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو  جګړو کې ٣٩ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي او نوريې تښتيدلې دي .
بارز زياته کړه د طالبانو له ماتې وروسته هغوى دامنيتي ځواکونو له خوا تعقيب شول چې امنيتي ځواکونو وکولاى شول له دغې ولسوالۍ څخه دوسله والو طالبانو په شړلو سربيره دکندز – بغلان لويه لاره هم دترافيکو پرمخ پرانيزي.
دبغلان والي زياته کړه: دمرکزي بغلان په مربوطاتو کې د طالبانو په سنګرونو دامنيتي ځواکونو ديرغليزو بريدونو دپيل ډاډ ورکړ چې ددغې ولسوالۍ ټولې نا امنې سيمې به دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته