ټولنه

دجوزجان والي له خپلو شخصي پيسو څخه له بې ځايه شويو سره مرسته وکړه

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
دجوزجان والي د  بې ځايه شويو کورنيو ته خواړه او نورې ضروري اړتياوې  برابرې کړې .
څه ناڅه  شپږ سوه کورني چې داقچې په پنځه ګونو ولسواليو کې د وروستيو جګړو له امله  بې ځايه شوي دي او اوس داقچې ، شبرغان  په درې لارې  او داقچې  ولسوالۍ په مرکز کې دزياتو ستونزو سره ژوند کوي .
دباختر اژانس دخبرله مخې  ،  دجوزجان والي لطف الله عزيزي ددغو کورنيو دحالت په کتنې سره ژمنه وکړه چې تر يوې اوونۍ پورې خوراکي توکي او ددوي نورې اړتياوې برابروي . 
ويل کيږي   دغه کورني  اوس له جدي ستونزو سره مخامخې دي او له هر راز خدمتونو څخه بې برخې دي
دغه کورني  له سيمه ئيزې او مرکزي حکومت څخه دسملاسي  مرستو غوښتنه کړې ده .  دوى ستره مرسته په خپلو سيمو کې دامنيت تامينول وبلل چې بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته