کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو يو تن په دغه ولايت کې د نشه يي توکو او جنګي وسايلو د پلورنې په شک ونيو.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې د نيول شوي کس له کور څخه څلورنيم کيلوګرامه اپين، دوه لاسي بمونه او جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ
5 د یوې دقیقې څخه لږ