سیاست

د هېواد د بهرنيو چارو وزير تاشکند ته لاړ

٣٥- کابل / دسلواغې ١٢مه /باختر
د بهرنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر د دولتي هيئت په مشرى تاشکند ته تللى دى .
د باختراژانس دخبرله مخې ؛ د بهرنيوچارو وزارت په اعلاميه کې ويلي دي: محمد حنيف اتمر د ازبکستان جمهوريت له کتنې او د افغانستان ، ازبکستان او پاکستان په درې اړخيزو غونډو کې د ګډون لپاره تاشکند ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د جمهور رييس د دفتر رييس محمد شاکر کارګر،د صنعت اوسوداګرۍ وزير نثار احمد فيضي غورياني د فوايد عامې وزير نجيب الله يمين ، په حقوقي چاروکې د جمهوري رييس جګپوړي سلاکار کبير خان عيسي خيل ،د برېښنا شرکت اجراييه رييس احمد داود نورزي ، د ماليې وزارت معين او د اوسپنې پټلۍ د ادارې او د افغانستان د پانګه والى ملاتړد ادارې استازو ، ازبکستان ته په سفر کې د بهرنيوچارو له وزير سره ملګرتيا کوي.
ټاکل شوې ده چې اتمر اوملګري هيئت به يې په تاشکند کې د استوګنې په وخت کې د افغااستان ، ازبکستان او پاکستان په درې اړخيزو غونډو کې ګډون وکړي او د سيمه ييزونښلولو د پياوړتيا، د سوداګرى اوترانزيت او د سيمه ئيزوهمکاريو اړيکو د پراختيا په اړوند خبرې وکړې .
ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته