سیاست

د ودونو او د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قوانین په رسمي جریده کې خپاره او نافذ شوي دي

-کابل باختر د  وري  شپاړلسمه :
د عدلیې وزارت ویاند، امان ریاضت وایي، چې د ودونو د مراسمو قانون او د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون نافذ شوي دي. هغه، چې نن دحکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغو قوانینو جزیاتو په اړه خبرې کولې زیاته کړه، چې له اسلام سره د مخالفو رواجونو له منځه وړل، د اصیلو فرهنګي ارزښتونو ساتنه، د بې ځایه او زیاتو لګښتونو مخنیوی، د واده په مراسمو کې د آسانتیاوو رامنځته کول، د اسلامي ارزښتونو ساتنه او له اخلاقي انحرافاتو څخه مخنیوی د ودونو قانون له اصلي موخو څخه دي.
د ودونو د قانون له مخې د زوم او ناوې د کورنیو مشران او خپلوان کولی شي، چې د واده مراسم د دغه قانون له حکمونو سره سم په هوټل، سالون او رستورانټ کې تر سره کړي.
د ودونو قانون په هیڅ صورت د ناوې د کورنۍ مشرانو او خپلوانو ته اجازه نه ورکوي، چې د نجلۍ د واده په بدل کې پیسې او یا کوم بل شی د طویانې، شیر بها، ولور، قلین، ګله، پیشکش، جهیزیې او یا په نورو نومونو د واده د مراسمو او یا د نکاح د تړولو د مخ شرط په ډول وړاندې کړي.
دغه راز د زوم او ناوې د کورنیو ترمنځ د اخترونو، نوروز، روژې او برات په نومونو د تحمیلي او جبري تحفو وړل منعه شوي دي.
په همدې حال کې د عدلیې وزارت ویاند، د ماشومانو او ښځو د ځورولو مخنیوی، له زیانمنو ملاتړ، د مناسب کاري چاپيریال رامنځ ته کول، ښوونیزو او روغتیايي آسانتیاوو ته لاسرسی د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون له اساسي موخو څخه وبلل.
د دغه قانون له مخې ځورونه له بدني تماس، نا مشروع غوښتنې، کلامي او غیر کلامي ازار او یا هر هغه عمل څخه عبارت دی، چې د ښځې او ماشوم د جسمي، رواني او یا د انساني کرامت د سپکاوي لامل کېږي.
د دغه قانون پر بنسټ د ټولنیزو چارو، کار، شهیدانو او معلولینو وزیر تر مشرۍ لاندې د یو شمېر نورو ادارو په ګډون د ښځو او ماشومانو د ځورونې له سرغړونو، تخطیو او جرمونو سره د اغیزمنې مبارزې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په خاطر د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي عالي کمیسیون جوړېږي.
د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون پر بسټ کله چې په یوه اداره کې ښځه او یا ماشوم له ځورونې سره مخ کېږي، کولي شي پخپله او یا د هغه قانوني استازی په اړونده اداره کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې سره د مبارزې کمېټې ته شکایت وکړي.
د ځورونې څخه زیانمن خپله او یا قانوني خپلوان یې کولی شي پولیسو، محاکمو، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانو او یا نورو اړوندو مراجعو ته لیکلی شکایت وړاندې کړي. اړوندې مراجع مکلفیت لري چې دوی ته رسېدلی شکایت ثبت او د قانون له حکمونو سره سم یې وڅېړي.
د قانون له مخې په دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې اړوند شکایتونه د ښځو د ځورونې سره د مبارزې د کمېټې له خوا په چټکۍ سره څېړل کېږي. او نورو ځایونو کې اړوندو مراجعو ته رسېدلي شکایتونه په خپله د همدغو مراجعو له خوا تر څېړنې لاندې نیول کېږي.
د عدلیې وزارت د شمېرو پر بنسټ ۱۳۹۶ کال کې د هیواد په کچه ۷۵ زره کسانو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د ښځو د ځورونې د مخنیوي او د ښځو د مالي حقونو په برخه کې پوهای ورکړل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته