امنیت

پکتیکاوال: په جدي ډول له افغان دولت او طالبانو څخه د اوربند او سولې غوښتنه کوي

ښرنهباختر د زمري ١٥ مه
دا غږ د هغو پکتیکا والو دی چې وایي دایمي اوربند او سولې ته تږي یو او نور په هېواد کې د افغان وژنې پای ته رسېدل غواړوو.
سوله د افغانستان او هېوادوالو لپاره یوه حیاتي او مهمه مسئله ده  او د سولې راتلو په موخه په دې وروستیو کې په هېواد دننه او بهر د افغان دولت، سیاسیونو او نړیوالو له لوري ګړندۍ هڅې روانې دي.
پکتیکا کې خلک په دې برخه کې وروستي پرمختګونه ستايي خو زیاتوي، چې ژر تر ژره دې طالبان له افغان دولت سره مخامخ خبرې اترې پیل کړي او دایمي اوربند دې وشي.
پکتیکاوال ځوان اعجاز احمد وايي: خاوره مو پاکه ده، خو له تېرو نېږدې ۴۵ کالونو راپدېخوا پکې د بې ګناه انسانانو ویني توېږي.
اعجاز زیاتوي په اوس وخت کې د دې هېواد د وړوکي او لوی، نر او ښځې، ځوان او سپین ږیري یوازینۍ هیله سوله ده او د سولې تږي دي.
هغه غوښتنه کوي چې نور دې د جګړې ښکېل افغان لوري یو بل ته د ټوپک نیولو پر ځای د مینې او ورورولۍ غېږې ورکړي او په ګډه دې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.
اعجاز د سولې روانو هڅو او ناستو ته تر پخوا ډېر هیله مند دی، خو د بین الافغاني خبرو او دایمي سولې غوښتنه کوي.
جاجي راز محمد او یو شمېر نور پکتیکا وال وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ته د وروڼو خطاب کوي او له هغوی غوښتنه کوي، چې نور دې د خبرو له لارې سره کېني او په هېواد کې دې د هغو یتیمو ماشومانو او کونډو د زړه غږ واوري، چې خپلې د زړه ټوتې پلار، ورور او د کورنۍ نور غړي یې له لاسه ورکړي دي.
دوی زیاتوي، اوس د هېواد په ټولو ولایتونو کې زيات شمېر ماشومان د روزنې د نشتون له امله په ښارونو کې شاقه کارونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په تړاو د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ له تېرو څو میاشتو راهیسې خبرې لا هم دوام لري او همدارنګه تېره دوشنبه او سه شنبه یو شمېر افغان سیاسیون او طالب استازي په قطر کې د دې هېواد او جرمني په کوربه توب د درېیم ځل لپاره سره جرګه شول.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته