سیاست

ولسي جرګې د ۱۳۹۰ کال د قطعیه حساب او د کابل پوهنتون په لیلیه کې د عاشورا د ورځې له تاوتریخوالي ډکې پیښې په اړه بحث وکړ

کابل- باختر د لیندۍ شپږمه:
ولسي جرګې د ۱۳۹۰ کال د قطعیه حساب او د کابل پوهنتون په لیلیه کې د عاشورا د ورځې له تاوتریخوالي ډکې پیښې په اړه بحث وکړ.
د ولسي جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په غونډه کې، چې د ولسي جرګې د رئیس عبدالرووف ابراهیمي په ریاست جوړه شوې وه، په پیل کې د کابل پوهنتون په لیلیه کې د عاشورا د ورځې له تاوتریخوالي ډکه پیښه، چې له امله یې یو محصل مړ او یو شمیر نور ټپیان شوي دي، وغندله، ویې ویل، چې په یوه اکاډمیک بنسټ کې دداسې پیښې رامنځته کیدل د افغانستان د مسلمانو خلکو د ملي یووالي د دښمنانانو د لاسوهنو ښکارندوی دي.
وکیلانو ټینګار وکړ، چې د افغانستان دښمنان تل په بیلا بیلو نومونو د بې اتفاقۍ د رامنځته کولو هڅې کوي، خو خلک باید هوښیار او خپل ملي یووالی پیاوړی وساتي.
دغه راز وکیلانو د ولسمشر له لوري د شپاړسو مجرمینو د اعدام حکم وستایه، ددې ترڅنګ،چې له ولسمشر څخه د الهي حدودو د پلي کیدو غوښتونکي شول، له عدلي او قضايي ارګانونو څخه یې هم وغوښتل، چې په خپلو پریکړو کې دې الهي حکمونه په جدي ډول په پام کې ونیسي.
په غونډه کې د ولسي جرګې غړو په کابل ښار کې تر پلونو لاندې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د شمیر د زیاتوالي، په بادغیس ولایت کې د حلقوي سړک د کار د دریدو، په نورستان کې د امنیت د نشتوالي  او په خپله خوښه د ستنیدو تر نامه لاندې له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د افغان کډوالو د راایستلو په اړه خپلې اندیښنې وښودې، په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتونکي شول.
وکیلانو د برېښنايي تذکرو د ویش د اړتیا ترڅنګ د ملي شورا له لوري معلولینو، معیوبینو او د شهیدانو وارثانو ته د پنځه زره افغانیو معاش تصویبیدل یو مهم ګام وباله.
په غونډه کې د ولسي جرګې لومړي نایب عبدالظاهر قدیر د نوموړي د ساتونکو له لوري د پولیسو د یوه افسر د وهلو ټکولو په اړه په رسنیو کې د یوه خبر د خپریدو په اړه معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه، د تیرې اوونۍ د چهارشنبې ورځې په سهار، هغه مهال، چې د کور په خوا کې یې ځانمرګی برید ترسره شو، د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت منسوبینو او بهرني ځواکونو له مشخص پلان پرته په امر او نهی پیل وکړ، دا، چې د ملي امنیت لوی ریاست او د کورنیو چارو وزارت د شپږو ځانمرګو له لوري پر نوموړي د ناوړه قصد په اړه رسما خبر ورکړی و، ساتونکو یې هڅه وکړه، کور ته یې د امنیتي ځواکونو د نږدې کیدو مخنیوی وکړي.
د ولسي جرګې لومړي نایب دغه راز زیاته کړه، ډیر ځله لیدل شوي دي، چې ځانمرګو د امنیتي ارګانونو له یونیفورم څخه په ګټې اخیستنې سره ځان خپل هدف ته رسولی دی.
د ولسي جرګې غړو په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره وویل، چې په وروستیو اوو میاشتو کې د تاوتریخوالي درې زره پنځه سوه پیښې ثبت شوې، چې دا د تیرکال په پرتله اووه ویشت فیصده زیاتوالی ښيي. دوی د ښځو چارو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو څخه وغوښتل، چې په دې اړه دې جدي پاملرنه وکړي.
وکیلانو ټینګار وکړ، مسوول بنسټونه باید په خپلو اوږدمهاله او لنډمهاله پروګرامونو کې ددې ناوړه پدیدې پر وړاندې مقابله وکړي. دوی دداسې قوانینو د تصویب غوښتونکي شول، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په راکمیدو کې اغیزمن واقع شي.
په غونډه کې له اجنډا سره سم، د کابل پوهنتون په لیلیه کې د عاشورا د ورځې د پیښې د څیړنې د پلاوي راپور، چې مشري یې د ولسي جرګې د لومړي نایب عبدالظاهر قدیر په غاړه وه، د پلاوي د غړي کرام الدین رضازاده له لوري وړاندې شو.
له سیاست څخه د تحصیلي مرکزونو د لرې ساتلو په اړه د ولسمشر د فرمان نه پلي کیدل، ددې پیښې د مخنیوي په برخه کې د امنیتي مسوولینو د تدابیرو  نشتوالی او د عاشورا د مراسمو د جوړیدو د کمیسیون ناسم کار هغه موارد و، چې په راپور کې ترې یادونه شوې وه او وویل شول، چې دا لاملونه ددې باعث وګرځیدل، چې پیښه رامنځته شي.
په راپور کې ویل شوي و، چې په دې ناوړه پیښه کې یو تن محصل مړ او دیارلس نور ټپیان شوي دي. د راپور په پای کې ټینګار شوی و، چې د پلاوي کار لا بشپړ شوی نه دی او وروستۍ پایله به یې له څیړنو وروسته جوته شي.
د اجنډا په دوهمه برخه کې یو شمیر وکیلانو بهر او ولایتونو ته د خپلو سفرونو راپورونه وړاندې کړل.
په غونډه کې د ۱۳۹۰ کال قطعیه د مالي او بودجې د کمیسیون له لوري وړاندې شوه. په دې راپور کې یوولس بودجوي واحدونه هغه ادارې بلل شوې وې، چې نه دي توانیدلې، خپله عادي بودجه له نوي فیصدو څخه زیاته مصرف کړي.
دغه راز د قطعیې د راپور پر بنسټ شپږ ویشتو بودجوي واحدونو له پنځوس فیصدو څخه کمه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اتومي انرژۍ خپلواک کمیسیون، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د پراختیايي بودجې لګښت صفر دی.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۰ کال په بودجه کې شاوخوا شپږ سوه یوولس پراختیايي پروژې موجودې وې، چې له هغې جملې څخه د یوسلو یو شپیته پروژو بودجه د بیلا بیلو دلایلو له امله نه ده مصرف شوې.
د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رئیس اعلان وکړ، چې ګډ کمیسیونونه دې له سره د ۱۳۹۰ کال په قطعیه بحث وکړي او وروستۍ پایله دې په عمومي غونډه کې وړاندې کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته