کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه
سبا دغبرګولي دمياشتې پنځلسمه دژوندانه دچاپيريال له نړيوالې ورځې سره برابره ده اودروان کال شعارونه ( پلاستيک له ککړتيا سره مبارزه ) که چيرې نه شي کولاى بيا استفاده وکړئ له هغه څخه ډډه وکړئ ) انتخاب شوي دي .
دژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي ادارې دژوندانه دچاپيريال ساتنې دفرهنګ درواجولواو دخلکو دپوهې دکچې دلوړولو په مقصد د ژوندانه دچاپيريال لنډ پيغامونه خپاره کړي دي .
_ په پلاستيک کې دتودې ډوډۍ او په يوځل مصرف پلاستيکي لوښې کې دتودوخوړو له ليږدونې څخه ډډه وکړئ .
_ له بازار څخه دخپلې اړتيا وړشيانو او اجناسو دليږدونې لپاره دتوکر او کاغذي کڅوړو څخه استفاده وکړئ .
_ له پلاستيکي کڅوړو څخه استفاده تاسې په ډول ډول ناروغيو ان دسرطان په ناروغى اخته کوي .
_ په تفريح ځايونوکې پلاستيکي کڅوړې له استفادې وروسته په چاپيريال ونه غورځوى چې ستاسو دژوندانه چاپيريال ککړوي اوښکلا يې له منځه وړي
_ دتوکرانو او دکاغذي کڅوړو دکارولو فرهنګ يا رواج کړو .
_ دشنې فضا ساتنه دټولو هوډ ته اړتيا لري .
_ ونه يعني اکسيجن يعنې اوبه يعني سيند ، يعني خواړه يعني ژوند .
_ دهرشنه بوټي مرګ زموږ دانسانانو مرګ دى .
_ د ځنګلونو ساتنه او احياکول هوا ښه کوي .
_ دپسرلۍ فصل نوى زيرى ورکوي .
_ په هر ښار کې دنظافت او پاکوالي دفرهنګ هرکلى وکړئ .
_ وليکي دژوندانه چاپيريال ،و لولۍ ژوند .
_ دژوندانه دچاپيريال ويجاړتيا ، دژوندانه پاى .
_ دژوندانه دچاپيريال سمسورتيا ، دژوندانه سلامتيا
_ سالم طبيعت ، سالم ژوند ، سالمه مفکوره .
_ سليم عقل په سالم بدن کې دى .
_ دژوندانه دچاپيريال ويجاړتيا دالهي نعمتونو کفران
_ _ځمکه يواځې دژونديو موجوداتو دتغذيې سرچينه، دهغې په ساتنه کې هڅه او هاند وکړو .
(_ په هرځاى کې چې واوسو ځمکه په موږ پورې اړه لري دهغې په ساتنه کې هڅه وکړو او نباتي فرش دخاورې دملا د تير حيثيت لري . ختم_ عطاالله –اکرم