امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل باختر د زمري ۱ نېټه
په بغلان ولایت کې پرون مازیګر په هوایي بریدکې ۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانی له تروریزم سره د مبارزې مدیرسمونوال جان اقا د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه هوایی برید چې د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په ګلرنګ کلي کې د طالبانو په سنګرونو وشو، د طالبانو د یوه سمیه ییزقوماندان په ګډون ۷ تنه ووژل شول .
د برکې امنیه قوماندان د دغه خبر په تاییدولو سره وویل چې د وسله والو طالبانو د ډلې یوشمیر غړو په برکې ولسوالۍ د برید لپاره په سمیه کې راټول شوي وو چې دهوایی قواوو له برید سره مخامخ شو او له زیانونو وروسته له سیمي څخه وتښتیدل.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته