ټولنه

په پروان کې د يوجومات د جوړولوکار پيل شو

٢٩- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
په پروان ولايت کې د يو جامع جومات د ودانۍ د جوړولوکار نن پيل شو.
د جمهوري رياست د عملياتي ادارې آمر انجنير ياسربهتاژ باختراژانس ته وويل چې دغه جومات د ٥٦ ميليونوافغانيو په لګښت د ٢٠٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونو کې په پاخه اواساسي ډول د جمهوري رياست له بودجې څخه په اتلسو مياشتو کې جوړېږي.
هغه وويل چې د جومات په جوړولو کې د اوداسه ځاى ، د ملا امام لپاره خونه او د انګړ د ديوال په ګډون ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوي دي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته