امنیت

دکانادا ددفاع وزير : دافغان امنيتي ځواکونو برياليتوبونه وستايل .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه

  دکانادا ددفاع وزير دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو له وزير ستر جنرال بسم الله محمدي سره په کتنه کې دافغانستان دامنيتي  ځواکونو برياليتوبونه وستايل  او له دغو ځواکونوسره يي دخپل هيواد دمرستو پردوام باندې ټينګار وکړ .

 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ دکورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله محمدي دکانادا ددفاع له وزير سره  په کتنه کې دکندهار ولايت دامنيت په تامينولو او دتروريستانو په له منځه وړلو کې دکانادايې  ځواکونو اغيزمن رول وستايه او ويي ويل دافغانستان دملي پوليسو ځواکونه دهري ورځې په تيريدو سره  نوى وړتياوي او ظرفيتونه ترلاسه کړي او له تروريزم  سره  په مبارزه کې يي زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .

 ده دامنيتي مسووليتونو دليږد دلومړى او دويم برياليو پړاونو ته په اشار ي سره  دليږ ددريم پړاو  دپيلولو لپاره دملي پوليسو د ځواکونو دتياري خبري وکړي او ټينګار يي وکړ چې دافغانستان ملي پوليس  د پخوا په نسبت زيات مسلکي شوي او چمتو دي چې په لوړي جنګي روحيي سره دافغانستان دسولې او ثبات ددښمنانو په وړاندې  چې دجګړي او دښمني ستراتيژي يي غوره کړې ده ، دخلکو دسراو مال دفاع کوي اوزيات امنيتي مسووليتونه ومني .

 جنرال محمدي دافغانستان دملي پوليسو دراتلونکي په باب خبرې وکړې او له امنيتي ګواښونو او تروريستي بريدونوسره په مخامخ کيدو کې دپوليسو دخاصو قطعو ځواکمنې ته  په اشاري سره په ډاګه کړه  دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزارت دملي پوليسو د ځواکمنې اومسلکي کولو په برخه کې خپلو نه ستړي کيدونکو هلوځلو ته په کلکه دوام ورکوي .  او په دې برخه کې به له هيڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .

 په همدي حال کې دکانادا ددفاع وزير دافغانستان دملي پوليسو  دځواکونودوروستيو  برياليتوبونو  په ستايلو سره دتروريستي بريدونو په مخنيوي  او ددغو ځواکونوبرياليتوبونه له هيلي څخه زيات وبلل  او ټينګار يي وکړ چې دافغانستان دملي پوليسو په ځواکونوکې له تروريزم سره دمبارزي لوړه روحيه و انګيزه  له بل هر هيواد څخه زياته دستايني وړ ده  او دغه ځواکونه له وروستيو تروريستي بريدونو سره په مقابله کې  په زياتي اندازې سره خپلي بي ساري ځواکمنې دافغانستان خلکو او نړيوالې ټولنې ته ښودلي دي .

  دکانادا  ددفاع وزير دغه راز له افغانستان سره په تيره بيا دهيواد له امنيتي ځواکونو سره ددغه هيواد دمرستو په دوام تينګار وکړ او  زياته يي کړه کانادا به دافغانستان دملي پوليسو دلازياتي ځواکمنې لپاره  له دغو ځواکونوسره په بيلابيلو  برخوکې خپلو  مرستو ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته