سیاست

جمهور رئیس غني د پاکستان د استخباراتو د ادارې رئیس خپل حضور ته ومانه

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پاکستان د اسلامي جمهوریت د استخباراتو د ادارې رئیس رضوان اختر خپل حضور ته ومانه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د تروریزم او افراطیت پرخلاف د مبارزې په لاره کې د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو د پیاوړتیا، په افغانستان، پاکستان او سیمه کې  د سولې او ثبات د ټینګښت او د علاقې وړ یو شمېر نورو موضوع ګانو په باب بحث او خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته