کابل باختر د لړم اتمه :
په کابل کې دباسکتبال دملي ټيم لپاره ددرې څلويښتم پړاو انتخاباتي سيالۍ پيل شوې .
دافغانستان دبدنې روزنې او ورزش رياست د خبرله مخې، دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دبدنې روزنې رياست په جمنازيوم کې دوام ومومي .
په دغو سياليو کې له مرکز څخه ددوو ټيمونو په ګډون دنهو نورو ولايتونو دباسکتبال ټيمونه به هم ګډون وکړي .
ددغو سياليو په پاى کې به غوره څيرې دافغانستان دباسکتبال دملي ټيم لپاره انتخاب شي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ