کابل/باختر/ د چنګاښ٣٠مه
د افغانستان دغړو د ښکلا ملي ټيم د دولسو مډالونو په ګټلو سره د اسيا د جنوب دغړو د ښکلا په سياليو کې اتل شو .
د باختراژانس د خبرله مخې، دغه سيالي په نيپال کې ترسره شوې چې د افغانستان ټيم د سرو زرو د شپږو د سپينو زرو د دوو او د ژيړو د څلورو مډالونو په ګټلو سره د دغوسياليو اتل شو.
عبدالسميع حيدري ، صفت الله حفيظي ، احمد احمدي ، ګلا جان ، احمد سکندري او حميد خوشدل د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل ، محمد اصف سخي او وحيد الله عظيمي د سپينو زرو او امام علي نبي زاده ، محمد قاسم حسيني ، سليم شاه انوري او عبدالصبور سهاک د ژيړو مډالونه ترلاسه کړل .
د افغانستان ملي ټيم له اوولسو ورزشکارانو سره په دغوسياليو کې ګډون کړي وو، چې په تيمي برخه کې يې هم لومړى مقام وګاټه
دهند ټيم د دغوسياليو دويم او کوربه ټيم نيپال درېيم مقامونه وګټل .
ختم_سعيده _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل