امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځای شول

قلات باختر د زمري د مياشتې ۹ مه
په زابل ولایت کې څلور تنه وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځای شول.
د زابل  دسولې شورا رېيس غني خان توخي باختر اژانس ته وويل چې دغوکسانو له ځان سره دوه موټر او پنځه میله وسلې هم لرلې چې د دغه ولایت دملي امنیت او امنیه قوماندانۍ په هلو ځلو دسولې له پروسې یوځای شول.
توخي وايي چې دغو وسله والو کسان د زابل  په شاه جوي او میزانې ولسوالیو کې ددولت په خلاف جنګیدل.
د ده په وینا چې یوځای شویو کسانو ته به دسولي شورا له لاري تر نهو میاشتو پورې معاش ورکول کيږي او همدا ډول به د کار د پیدا کولو په برخه کې هم ورسره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال میرویس نورزی او دملي امنیت ریس جنرال احمدګل رسولي ددغو وسلو طالبانو په یوځاکیدو خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې تر خپله وسه به دیوځای شویو کسانو امنیت ساتي.
بل خوا دسولي دپروسې سره یوځای شوي کسان وایی چې د وسله والو طالبانو دظلم او وحشت له امله دسولې له  پروسې سره یوځای شول.
دغه وسله وال طالبان په داسي حال په زابل کې دسولي له پروسې سره یوځای کیږي چې دسولي شورا د چارواکو په خبره هڅه کوي یوشمیر نورو وسله وال طالبان هم دسولي له بهیر سره یوځای کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته