کابل باختر د کب ديارلسمه :
دننګرهار دځوانانو دوفا ټيم په يوه دوستانه لوبه کې دکابل دبګراميو ټيم ته ديوې په وړاندې په دريو سره ماتې ورکړه .
دغه لوبه نن دجلال اباد په ورزشي لوبغالي کې دزرګونو تنو ننداره کوونکو په وړاندې ترسره شوه .
دواړو ټيمونولوبه يو شان ترسره کوله خو په پاى کې کوربه ټيم دزياتو امتيازونو په ګټلو سره بريالي شو .
دهېواد په ختيځ کې دفوټبال دفدراسيون رييس خوشحال حضرتي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه شان دوستانه لوبې دفوټبال دورزش ودې او دغه ورزش ته دځوانانو دراوستنولو لپاره ترسره کوي .
ټاکل شوې ده دکابل دبګراميو ټيم په پايتخت کې دننګرهار دځوانانو دوفا ټيم سره په کوربه توب کې يوه بله دوستانه لوبه ترسره کړي .
ختم_ سعيده _ اکرم