![Zabul Dam](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/zabul-dam-720x470.png)
کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر
د زابل د کليو بيارغونې او پرختيا رياست مسوولینو د دغه ولایت په اټغر ولسوالۍ کې د ۳.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه چکډيم د جوړېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د اټغر ولسوالۍ په باګړ کلي کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۳۳ میلیونه ۵۵۷ زره ۳۹۰ افغانیو په لګښت د ۲۵.۶ مترو په اوږدوالي او د ۳ متره په لوړوالي یو چکډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
هېره دې نه وي، چې یاد چکډېم د ۳ زره ۸۴ متره مکعب د اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.