اقتصاد

د ننګرهار مستوفيت عوايد زيات شوي دي

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د ننګرهار د مستوفيت عوايد د ماليې وزارت د ټاکل شوي هدف په نسبت زيات شوي دي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د ماليې وزارت د ١٣٩٩ مالي کال لپاره د ننګرهار مستوفيت ته ١٨٦٢ ميليونه افغانۍ هدف ټاکلى و ، خو د وړاندې شويو شمېرونو له مخې دغه مستوفيت له ټاکلي هدف څخه ٤ ميليونه افغانۍ زيات عوايد ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار مستوفي احمدنويد بشريار د ننګرهار له والي ضياالحق امرخيل سره په کتنه کې وويل ؛ د کرونا ويروس د خپرېدو په دليل د مالياتو له ورکولو څخه په يوه ربع کې د اصنافو د معافيت له پام کې نيولو سره په دغه کال کې دعوايدو زياتوالي د توجيه وړده.
د ننګرهار والي په دې کتنه کې د ننګرهار له مستوفي څخه وغوښتل چې په زياتو هلوځلو او د ملي عوايدو د له منځه تللو د سرچينو په تړلو سره له حکومت سره مرسته وکړي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته