کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر
په هرات کې پر سلګونو بېوزلو کورنیو بشردوستانه مرستې ووېشل شوې.
زیاتره دغه کورنۍ د دوی په سیمو کې د ډار اچوونکو ډلو د شتون او فعالیت په دلیل ښاررونو ته بېځایه شوې دي چې د ژمي په دې سره هوا کې سملاسي مرستو ته اړتیا لري.
د هرات د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د مرستې په دې دوره کې پر۸۰۰ کورنیو اوړه، وریجې، غوړي،لوبیا، مالګه او بسکوېټ ووېشل شول.
پای/ع