ټولنه

دملي پيوستون دپروګرام ددفتر د ودانۍ دجوړولو کار بشپړ شو .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
په کونړ ولايت کې د ملي پيوستون  دپروګرام  دادارې دودانۍ دجوړولو کار نن بشپړ او داستفادې وړ وګرځيد .
دکونړ ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير محمد جعفر جبارخيل  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ  په اسعد اباد ښار کې ددغه ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دودانۍ  په انګړ کې موقعيت لري .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغې  ودانۍ شپاړلس مليونه  افغانۍ لګيدلي  دي چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا ورکړى شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې دملي پيوستون دپروګرام ادارې پخوا ودانۍ نه لرله  او کارکوونکو يې خپلې کاري چارې په کرايي  کورونو کې  ترسره کولې خو اوس ددغې ودانۍ په جوړيدو سره دکار دځاى دکمښت له پلوه ددوى ستونزې لرې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته