نړۍ

دلښکر جنګوي دډلې ستر غړى دپاکستان په جنوب کې ووژل شو .

کراچي  باختر دثور شپږمه :
  دکراچۍ په ښار کې نن سهاردپاکستان دپوليسو عمليات دلښکر جنګوي دتروريستي ډلې ديو ستر غړى  دوژل کيدو سبب شول .
  دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې دباختراژانس دخبر له مخې  په دغو عملياتو کې  درې تنه ډار اچوونکي ونيول شول او دتحقيق لپاره نامعلوم ځاى  ته وليږدول شول .
  دغه عمليات  دکراچۍ ښار په  لياري سيمه کې ترسره شول او له ډار اچوونکو سره دمتقابلو ډزو په بهير کې  دلښکر جنګوي  دغير قانوني ډلې يو مشر قاري نوشاد ووژل شو .
دپاکستان دسيمه ئيزو رسنيو دخبر له مخې دلښکر جنګوي دافراطي او تروريستي  ډلې غړو په تيروخت کې دپاکستان د شيعه ګانو په وړاندې دزياترو بريدونومسووليت په غاړه اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته