امنیت

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٢٩ تنه وسله وال ووژل شول

کابل باختر د وري د مياشتې ١٨ مه
په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۲۹ تنه وسله وال ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د  ویاند مرستیال ، برید جنرال محمد رادمنش، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۸ ترهګر د بدخشتان د جرم ولسوالۍ په آب راغک او فرغامیر سیمو، ۶ ترهګر د روزګان په چورې ولسوالۍ، ۶ ترهګر د غزني د قره باغ ولسوالۍ په مرپاتا او پاچګي سیمو، ۵ ترهګر د هرات په چشت ولسوالۍ او ۴ داعشیان د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په ترسره شويو عملیاتو کې ۴ ترهګر ټپیان شوي هم دي.
رادمنش وویل، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم وکولاى شول څو هغه ۲۰ ماینونه چې د ترهګرو له خوا د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ کړي.
د رادمنش په وینا، همدا اوس په ۸ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ۱۰ تعرضي عملیات روان دي.
سرچينه زياتوي چې کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۱۳ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال ، ننګرهار، غزني، خوست، روزګان، فراه، بادغیس، فاریاب او د هلمند په ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
پاى_ عطاءالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته