اقتصاد

د هرات د اقتصاد رياست د پرمختيايي پروژو د زياتوالي لپاره هلې ځلې کوي

کابل/ د مرغومي١٢مه/ باختر
د هرات د اقتصاد رييسه ناهيد رحمتي وايي هلې ځلې کوي چې په نوي مالي کال کې په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو لپاره زياته پرمختيايي بودجه ترلاسه کړي.
د هرات د اقتصاد رييسې وويل چې په ١٣٩٨ مالي کال کې د دولتي ادارو پرمختيايي بودجه ٩٩ سلنه لګيدلې ده او په ١٣٩٩ مالي کال کې د پرمختيايي پروژو لپاره زياتې پرمختيايي پروژې ته اړتيا ده.
رحمتي په دې اړوند زياته کړه چې په ١٣٩٩مالي کال کې څه ناڅه شپږ ميليارده افغانۍ د پرمختيايي بودجې لپاره مرکزي مسوولينو ته پيشنهاد کړى دى چې د هغوى د موافقې په صورت کې به په نوي مالي کال کې په هرات کې د پرمختيايي پروژو د زياتوالي شاهدان واوسو.
ختم-  ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته