کابل/ باختر/ دزمري٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له افغان هندوانو او سکانو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.
دجمهوررييس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ ؛
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهورريیس غني افغان هندوانو او سکانو ته په خطاب کې وویل، تاسې نور اقلیت نه یاست او د اساسي قانون مطابق له نورو هیوادوالو سره برابر حقونه لرئ. جمهورريیس زیاته کړه، افغان هندوانو او سکانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر مهم اقتصادي او سیاسي رول لرلی دی. همدارنګه جمهوررئیس محمداشرف غني د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفائې، اوبو رسولو، برېښنا شرکت، د ترافیکو د عمومي ریاست او د ملي تلویزیون د تخنیک برخې کارکوونکو سره په جلا کتنو کې د اختر مبارکي وکړه او د ماشومانو د نازولو ترڅنګ یې هغوی ته د اختر مبارکي وویله. پاى ذ