نړۍ

په کراچي ښار کې دچاودنې دبريد دمرګ ژوبلې زياتوالي .

کراچي  باختر د مرغومي لسمه
په کراچي ښار کې دپروني چاودنې له امله دسردزيان شمير شپږو تنو او دټپيانو شمير پنځوسو تنو ته لوړ شوى دى.
دغه بريد چې داور ګاډو يوه تم ځاى ته څيرمه په يوبس کې وشو دشپږ پنځوسو تنو په مر ګ ژوبلې سربيره نږدې ليږدونکو وسايطو او هوټلونو ته هم زيان اړولي دي .
پوليسو دغه بريد يو تروريستي بريد بللى دى .
پخوا پوليسو ادعاکړې وه چې ښايي دګازودډبي چاودنه ددغې پيښې سبب شوى وى خو وروسته معلومه شوه چې  چاوديدونکي توکي په   يوبس موټر کې ځاى پرځاى شوى وو.
ددغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او ډاکترانو دڅو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته