امنیت

يوه ښځه او يو سړى په دوو جلاجلا پيښو کې ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٠ :  
يوه ځوانه ميرمن او يو پوخ سړى په هرات ولايت کې د  چړو په ګوزارونو سره ووژل شول  .
دغه سړى چې  ٤٥ کلن و  تيره شپه  دهرات ښار  دشپږمې ناحيې په جکان سيمه کې وژل شوى دى.
دهرات دمرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي دباخترآژانس خبريال
ته وويل :  په سړې وسلې سره په دغه سړي د  ګوزارونو له امله  ټپونه  ددې سبب 
شول  چې  دى  له دغې پيښې څخه  څو ساعته وروسته سا ورکړي.
  تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه نه ده مشخصه شوې .
ديوبل خبرله مخې :   يوه ځوانه ميرمن   دکهسان ولسوالۍ په اسلام قلعه ښارګوټي کې ووژله  شوه .   دغه ميرمن  ١٩ کلنه وه  چې مړى يې روغتيايي مرکز ته ليږدول شوى دى.
روغتيايي مسوولين وايي  چې دغه ميرمن  ١٩ کلنه   او ددې  دمړينې دعلت دموندلو لپاره  دعدلي طب څيړنې پيل شوې  دي .
په  همدې حال کې ددغې ميرمنې ورور وايي چې خور يې  دخپل ميړه دوهلو  او ډبولو له امله وژله شوې ده .
په همدې حال کې دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد وايي چې ددغو دوو پيښو دانګيزې دموندلو لپاره دپوليسو  څيړنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته