ورزش

هرات دکابل دباسکتبال اتل شو .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
په کابل کې دباسکتبال انتخاباتي سيالۍ  دهرات دباسکتبال دمنتخب ټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې .
دالمپيک دملي کيمټې  دباسکتبال فدراسيون سکرترجنرال  غوث نيکبين نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو سياليو په وروستي پړاو کې دهرات منتخب ټيم دکابل ښاروالۍ  دټيم په وړاندې لوبه وکړه چې په نتيجه کې لوبه دڅلور شپيتو په وړاندې په پنځه شپيتو سره  دهرات دباسکتبال  دمنتخب ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم ددغو لوبو لومړي مقام وګاټه .
دغه راز دکابل ښاروالۍ ټيم او دبلخ  منتخب ټيم دويم او دريم مقامونه وګټل  اوداخلاقو کپ دقندهار  منتخب ټيم ته ورکړ شو .
نيکبين زياته کړه چې ددغو يو اوونيزو سياليو په پاى کې اتلسو غوره څيرو دهېواد دباسکتبال دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته