خبرونهورزش

افغان فوټبال لوبډله د اسیا ملتونو جام د غوراوي پړاو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کوي

کابل، د لیندۍ لومړۍ نېټه، باختر

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام غوراوي پړاو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د هند پر وړاندې ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه د سعودي عربستان په عبدالله الدبیل لوبغالي کې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې له کویټ څخه د ۰-۴ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه. 

د دې لوبې لومړۍ نیمايي د کویټ په ګټه د شبیب الخلدي په یو ګول سره پای ته ورسېده. د لوبې په دویمه نیمايي کې د محمد دهام، اصحبي صالح او الخلدي له لوري د خپل هیواد په ګټه درې ګولونه ووهل، چې په پایله کې یاده سیالۍ ۴-۰ د کویټ په ګټه تمامه شوه. دا په نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان دویمه ماتې ده. د هېواد ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم د قطر پر وړاندې د ۱/۸ ګولونو په توپير لوبه بايللې وه. ټاکل شوې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله خپله درېیمه لوبه د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د هند پر وړاندې ترسره کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته