کابل باختر دوري دمياشتې ١٦ :
د میدان وردګوولایت دکرنې ریاست له خوا بزګرانوته د چنارشپږويشته زره نیالګي اوکرنيز وسايل وويشل شول.
د میدان وردګوولایت دکرنې رېیس حبیب االله حبیب باخترآژانس ته وويل ؛
چې دچنارو ونې هم لکه د نورو ونو په شان د هوا د پاکولو او د طبيعي پېښو پروړاندې په مخنيوي کې خورا مهم رول لري.
د دې ولايت د والي مرستيال محمدامین مبلغ دچنارونو د ګټود بيانولو تر څنګ بزګران يې د دغو نیالګیوښی روزنی اوپالنی ته وهڅول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ