سیاست

د چک جمهوریت له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د مخه ښې کتنه

-کابل باختر د زمري د مياشتې ١٧ مه:
کابل – د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین نن له غرمې وروسته د چک جمهوریت له سفیر ښاغلي میرسولاف تومان سره چې کارې موده يې پای ته رسیدلې د مخه ښې کتنه وکړه.
دبهرنيوچارووزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
سیاسي معین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو او دوه اړخیزو همکاریو د ودې ورکولو په برخه کې د ښاغلي ټومان له هلو څخه د یادونې ترڅنګ د سفیر په توګه په کابل کې د ده ماموریت ستاینه وکړه. ښاغلي تومان هم د خپل ترسره کړې ماموریت څخه خوښې څرګنده کړه او زیاته يې کړه "د افغانستان او چک جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو لپاره کار کول ورته د خوښۍ خبره وه".
ښاغلی میرسولاف په ۲۰۱۵ م کال کې په کابل کې د چک جمهوریت د سفیر په توګه ګمارل شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته